ژوند لیک

د ښاغلي حامد ننګیالي کبیري ژوند لیک

  • حامد ننګیالی کبیري د محمد کبیر زوی په کال ۱۳۷۰ زیږدیز کې د کابل ولایت په یوې دینداره او علم پروره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي.
    نوموړي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د کابل ولایت په عبدالهادي داوي عالي لېسه کې په عالي درجه سرته رسولي.
    ښاغلي کبیري د ښوونځي له دورې وروسته د لوړو زده کړو په تکل د کانکور ازموینه ورکړه او وروسته د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته، چې د خوښې پوهنځی یې هم و، بریالی شو.
    د پوهنتون د څلور کلنې دورې له پای ته رسولو وروسته یې د خپلې برخې په یو لړ لنډ مهاله پروګرامونو کې د ځوان نسل د روزنې مسئولیت ومانه او ګڼ شمېر ځوانان یې وروزل.
    د همدې لېوالتیا له مخې نوموړي وغوښتل، چې د روزنې دا برخه لاپسې وغځوي او په لوړه کچه ورته دوام ورکړي، همغه و، چې د کابل یو شمېر خصوصي پوهنتونو کې یې د استادۍ مقدسه دنده اجرا او په سلګونه ځوانان یې د عصري ټکنالوژۍ په برخه کې په ډېر صداقت، ایماندارۍ او د ټولنې د لا مخته تګ لپاره وروزل.
    ښاغلی کبیري له خصوصي ادارو ور آخوا د حکومت ګڼ ماموریتونه هم ترسره کړي.
    څلور کاله یې د بهرنیو چارو وزارت په مختلفو برخو کې کار کړی، چې مهم هغه یې د یاد وزارت د معلوماتي ټکالوژۍ ریاست و، چې نږدې درې کاله یې ددغه ریاست مشري پر غاړه وه.
    نوموړي د بهرنیو چارو وزارت په څلور کلنه دوره کې د ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کېدو په هدف د ګټوره الکترونکي سیتسمونو په کار اچولو سره وکولای شول، چې د یاد وزارت د مقام او اړونده ادارو پراخه ستاینه او تقدیر خپل کړي.
    ښاغلی حامد ننګیالی کبیري د وطن دوستۍ، پُرکارۍ او د خدمت د عالي احساس له مخې د ګڼو خصوصي او دولتي ادارو لخوا د الکټرونکي او معلوماتي ټکالوژۍ په برخه کې د مبتکرانه او ښه کار له مخې ګڼ ستاینلیکونه او معنوي ملاتړ ترلاسه کړی.
    ښاغلي کبیري، په ټولو هغه ماموریتونو او دندو کې، چې تر ننه ورسپارل شوې وې، د مثبتو اصلاحاتو او ابتکاراتو سره په بریالي ډول سرته رسولي دي او د همدې وجې له مخې یې ځان ته د مختګ ته لا پرانیستې.
     حامد ننګیالي کبیري د معلوماتي ټکنالوژۍ او سایبري انټرنټ اړوند په ګڼو ملي او نړیوالو سیمنارونو او زده کړه ایزو پروګرامونو کې برخه اخیستې او له لارې یې په یاده برخه کې  پراخه تجربه ترلاسه کړې.
    ښاغلی کبیري اوس مهال د آلمان په بُن ښار کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جنرال قونسلګرۍ د مستشار او سرپرست جنرال قونسل په توګه دنده ترسره کوي، چې له راتګ سره سم یې د قونسلګرۍ د یو شمېر مهمو برخو پر اصلاحاتو پیل کړی. نوموړي د خپل راتګ په لنډه موده کې د مراجعینو لپاره د وخت اخیستلو یا ترمین سیستم په کُلي ډول پرلیکه یا انلاین کړ، د قونسلګرۍ په ویب سایټ کې د مراجعینو لپاره په قونسلي چارو کې د لا اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په موخه تغیرات راوستل شول او لا هڅه داده، چې ځینې خدمات، قونسلګرۍ ته د مراجعینو له راتګ پرته پرلیکه شي.