وکالتنامه

  • مهرباني وکړۍ لاندې معلومات په دقت سره ولولۍ

  •  .د ملاقات وخت: دوکالتنامې غوښتوونکي مخکې له دې چې قونسلګری ته مراجعه وکړي، باید د ملاقات وخت ولري چې په آنلاین ډول اخیستل کیږي. قونسلګری هغه مراجعینو ته خدمات نه شي وړاندې کولای چې د ملاقات وخت و نه لري
     .د ملاقات د و خت د ټاکنې لپاره دې پاڼې ته مراجعه وکړۍ
    .قونسلګری ته راتګ: ټول متقاضیان د وکالتنامې د جوړولو لپاره، د خپلو شاهدانو سره، باید کنبرا کې د افغانستان قونسلګری ته راشي او دې قونسلګری ته لازم اسناد وړاندې کړي
     .د درخواستۍ فورمه: درخواست کوونکي باید د درخواستۍ فورمه له دې پاڼې څخه تر لاسه کړي او په ډیر دقت سره په پښتو ژبه یې ډکه کړي. د معلوماتو د لیکنې په وخت باید ډیره پاملرنه وشي
    .د ضرورت وړ اسناد او شاهدان: افغانستان قونسلګری ته د راتګ څخه د مخه، د وکالتنامې د ضرورت په اساس، اسناد ترتیب او شاهدان له ځان سره ولرۍ. دا برخه په دقت ولولۍ
    :الف- د نکاح نامې لپاره د وکالتنامې جوړول
    لمړۍ – د افغانستان قونسلګری نکاح نامه نه جوړوي. د نکاح نامې د اخیستلو لپاره سفارت کې وکالتنامه جوړیږي او باید یو د زوجینو څخه (ښځه یا خاوند) چې په آسترالیا یا نوي زیلاند کې اوسېږي په قونسلګری کې د شاهدانو
    .او اړوند اسنادو سره حضور ولري. اړوند اسناد په لاندې ډول دي
    .دیو درخواست لیک چې پکښې د زوجین (ښځه او خاوند) بشپړ شهرت، د واده تاریخ او د واده ځای لیکل شوی وي - 
     .د وکالتنامې د جوړوونکي (موکل) او د هغوی د ښځې یا خاوند د تذکرې یا پاسپورټ کاپي - 
     .(د وکالتنامې د جوړوونکي (موکل) دوه قطعې نوي اخیستل شوي عکسونه (سایز۴ * ۴.۵ سانتی - 
     .د وکیل د تذکرې کاپي او یو قطعه عکس - 
    ،دوهم – دوه تنه نارینه یا څلور تنه ښځینه شاهدان (د ۱۸ کلونو څخه پورته عمر لروونکي) د هغوی د تذکرې یا پاسپورټ (افغانی) او یا د موټر چلولو جواز کاپي
    .د یو قطعه عکس(سایز۴ * ۴.۵ سانتی) سره چې نوی اخیستل شوی وي قونسلګری ته راشي
    :ب- د وکالتنامو نور ډولونه
    لمړۍ – د وکالتنامې د جوړولو په وخت کې چې د هر هدف لپاره وي موکلین باید د (۱) تذکرې یا پاسپورټ کاپي، (۲) د موټر چلولو د جواز کاپي، او (۳) یو قطعه عکس چې نوی اخیستل شوی وي، په خپل ټاکل شوي وخت باندې
    .سره د شاهدانو سفارت ته راشي
    .دوهم- دوه تنه شاهدان د (۱) پاسپورټونو ( افغاني، آسترالیایي یا نیوزیلنډي) او یا تذکرو د کاپۍ، (۲) د موټر چلولو د جواز کاپي او (۳) یو یو قطعه عکس سره چې په نږدې وخت کې اخیستل شوی وي (سایز ۴ * ۴.۵ سانتی) قونسلګری ته په خپل ټاکلي وخت حاضر شي
    .دریم- وکیل : موکل یا موکلین د خپل وکیل د تذکرې یا پاسپورټ کاپی او یو قطعه عکس چې تازه اخیستل شوی وي باید له ځان سره ولري
    ج- د جایداد په اړه وکالتنامه: که چیرته وکالتنامه د جایداد په اړه وي او ملکیت هم میراثي وي نو درخواست کوونکي (موکل یا موکلین) باید د حصر وراثت د وثیقې کاپي له ځان سره ولري. د قبالې او یا د ملکیت د سند د کاپي شتون، که ملکیت
    .شخصی وي او که میراثي، مهم دی
     محصول: د یوې وکالتنامې د جوړولو بیه ۱۹۰ جرمنی یورو کېږي، چې د اِفتپاس د ماشین له لارې د بانکي کارتونو په کارولو سره او یا د افغانستان قونسلګری  په نوم د مَني آرډر په واسطه ورکول کېدای شي.
    .د یادولو وړ ده چې قونسلګری په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه قبلوي
    .
  • 5. Fee: An applicant should pay 130.EURO for ONE Power of Attorney payable by “Money Order” made to Post-Finance account “Kreissparkasse München, Starnberg, Ebersberg Konto Nr. 22731186, BLZ. 70250150 , BAN: DE29 7025 0150 0022 7311 86, (Bevor Sie Geld überweisen kontaktieren Sie bitte das Generalkonsulat.)”.The General Consulate does NOT accept cash under any circumstances.
  • .نوت: مهرباني وکړۍ لازم اسناد سفارت ته د راتګ پر مهال له ځان سره ولرۍ. د افغانستان سفارت د قونسلي مراجعینو لپاره د چاپ او کاپي کولو امکانات نه لري.

DOWNLOAD POWER OF ATTORNEY FORM

DOWNLOAD

BOOK AN APPOINTMENT

BOOK NOW