جرمی عدم مسؤلیت

:د عدم مسؤلیت دوه ډوله درخواست لیکونه په کنبرا کې د افغانستان د دقونسلګری په واسطه اجرا کیږي:
الف ـ د هغه افغان وګړو درخواست لیکونه چې په جرمني کې ژوند کوي، او
.ب ـ د هغه بهرنیو اتباعو درخواست لیکونه چې په جرمني ژوند کوي او افغانستان کې ژوند یا کار کول غواړي او یا یې کړی و

 افغان وګړي

:لاندې معلومات او هدایات په دقت سره ولولئ

  • .الف – د ملاقات وخت: د ملاقات وخت اخیستلو ته اړتیا نشته. دا خدمات د پُستې په واسطه تر سره کیدای شي
    ب – دقونسلګری ته راتګ: درخواست ورکوونکی اړ نه دی چې په کنبرا کې دقونسلګری ته مراجعه وکړي. ټول لازم اسناد د پُست په واسطه دقونسلګری ته لیږلای شي. په رالیږل شوي بسته یا غوټه کې باید یو ایکسپریس یا راجسټر شوی خالي پاکټ دقونسلګری ته
    .راولېږي
    .ج– لازم اسناد: ټول درخواست ورکوونکي باید لاندې اسناد د پُستې په واسطه دقونسلګری  ته راولیږي
    .درخواست لیک: درخواست کوونکی باید یو درخواست لیک ولیکي او دقونسلګری ته د خپل اړتیا وړ خدمات روښانه کړي، لکه: (الف) کوم خدمات غواړي، (ب) بشپړ شهرت لکه نوم، د پلار نوم، د زېږېدنې نېټه او ځای، (ج) اوسنۍ پته، (د) د اړیکې شمېره -
    .فورمه: درخواست کوونکی باید د جرمي عدم مسؤلیت فورمه، چې په دې پاڼه کې موجود دي، تر لاسه او په دواړو انګریزی او پښتو/دری ژبو یې په پوره دقت سره ډکه کړي -
    د ګوتو نشان: در خواست کوونکی باید په مخصوصه فورمه کې د خپلو ګوتو نشان ولګوي. مخصوصه فورمه له دې پاڼې څخه او یا د نږدې پولیس مرکز څخه لاس ته راوړلای شئ. د یادولو وړ ده چې درخواست کوونکي باید د خپلو ګوتو نشان -
    .د پولیسو په مرکز کې په تخنیکی شکل جوړ او فورمه ټاپه کړي. د هغه پُسته خانو په واسطه د ګوتو نشان هم جوړیدای شي او قونسلگری ته د منلو وړ دی چې د دې کار جواز لري
    .د پاسپوټ کاپي: د درخواست کوونکي د پاسپورت کاپي چې کیدای شي د افغانستان، جرمني وي -
    .د تذکرې کاپي -
    .د هستوګنځي د پتې تثبیت: درخواست کوونکی باید د خپل اوسني هستوګنځي د پتې لپاره دقونسلګری ته یو سند وړاندې کړي چې کیدای شي د جرمنی د موټر چلولو د جواز ، د بانکي سټیټمنټ یا د برق/ګاز د بل کاپي وي -
    ایکسپریس یا راجسټر شوی پُستي پاکټ: درخواست کوونکی باید یو خالي د ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ د نورو اسنادو سره یو ځای دقونسلګری ته واستوي. دقونسلګری به له دې پاکټ نه په استفادې سره، ورورسته له دې چې اسناد صادر یا -
    .طی مراحل شي، د درخواست کوونکی په پته جرمنی ته د پُست په واسطه ولېږي. درخواست کوونکی باید د دې پاکټ د تعقیب شمیره(ترکینګ نمبر) له ځان سره ولیکي تر څو د دقونسلګری څخه تر خپل کور پورې خپل اسناد تعقیب کړای شي
    د – محصول: دقونسلګری د یوه جرمي عدم مسؤ‌‏لیت در طی مراحل او صادرولو په مقابل کې ۱۵ جرمنی یورو محصول اخلي. د مختلفو خدماتو د محصول بیه د قونسلگری په ویب پاڼه کې وجود لري. محصول د افغانستان دقونسلګری 
     په نامه (ایمبسی آف افغانستان)د مَني آرډر په واسطه لیږل کیدای شي. همداراز، محصول د کریډیټ کارټ په واسطه دقونسلګری سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې ورکول کیدای شي. همدارنګه محصول سفارت کې د بانکي کارتونو په
     .کارولو (ډیبیټ او کریډیټ) او د اِیفتپاس ماشین نه په استفادې سره ورسپارل کیدای شي. د یادولو وړ ده چې دقونسلګری په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه قبلوي او د ټولو درخواست کوونکو څخه غوښتنه کیږي چې د پُستې په واسطه دې نغدې پیسې نه رالیږي
    .ر - پروسه: د پروسې توضیحات په لاندې ډول دي
    وروسته له دې چې دقونسلګری پُستي غوټه لاس ته راوړي، که چیرته په اسنادو کې ستونزې نه وي، نو د درې نه تر پنځو کاري ورځو پورې ورباندې کار پیل کیږي. د اسنادو الکترونیکي کاپي (سکَن) د ایمیل په واسطه د افغانستان د ا.ج. د بهرنیو چارو -
    .وزارت ته استول کیږي
    .د افغانستان د ا.ج. د بهرنیو چارو وزارت د درې نه تر پنځو کاري ورځو پورې، اسناد اړوند ارګانونو ته لېږي -
    .د بهرنیو چارو وزارت د څیړنو نتایج، چې د مختلفو ارګانونو څخه یاد وزارت سره شریک کیږي، په کنبرا کې د افغانستان دقونسلګری ته لېږي -
    دقونسلګری د ا.ا.ج. د بهرنیو چارو د وزارت څخه د نتیجې د ترلاسه کولو وروسته د جرمي عدم مسولیت سند جوړوي او د هغه خالی ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ په واسطه چې درخواست کوونکي مخکې نه دقونسلګری ته رالېږلی وو، د درخواست -
    .(کوونکي په پته (جرمني کې د ننه) لېږل کیږي. (بنأ، دا ډیره مهمه ده چې هر درخواست کوونکی د خپلو اسنادو سره یو خالي ایکسپریس یا راجسټر شوی پُستي پاکټ کښېږدي او دقونسلګری ته یې راولېږي
  • په جرمني کې میشت درخواست کوونکي: په یاد ولری چې د جرمني درخواست ورکوونکي باید دقونسلګری څخه د اسنادو اخیستل د یو پُستي شرکت په واسطه تنظیم کړي. دجرمني اوسیدوونکو ته د هغوی د درخواست د پروسې د تکمیلیدو
     .په صورت کې د دقونسلګری له خوا خبر ورکول کیږي تر څو د پُستي خدماتو د یو شرکت پواسطه خپل اسناد د دقونسلګری نه واخلي. پُستي شرکتونه د دقونسلګری څخه اسناد په کاري ورځو کې د سهار د ۹:۳۰ نه تر ۱۲:۳۰ پورې (پرته د رخصتۍ څخه) اخیستلای شي

READY TO APPLY?

POLIC CLERANCE FORM FOR AFGHANS

DOWNLOAD

POLICE CLARANCE FORM FOR FOREIGN NATIONALS

DOWNLOAD

BOOK AN APPOINTMENT

BOOK NOW

TRACK YOUR YOUR APPLICATION STATUS

TRACK STATUS